پولیسو درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۱۶:۱۱

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په کابل او تخار ولایتونو کې درې تنه له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
پولیسو دوه تنه د کابل په موسهي ولسوالۍ او پنځمې حوزې په اړوند سيمو او يو کس د تخار د مرکز په اړوند "جنزيي ها" سیمه کې له ترهګرو طالبانو سره د همکارۍ او اړیکو لرلو په تړاو نیولي دي.