غزني کې له یوې چاودنې مخنیوی شوی

jamil-moi
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۴ - ۹:۲۳
9

تېره ورځ د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د مرکز په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین له چاودنې مخنیوی کړی دی.
دا ماین چې د لېږدوونکو وسایطو ضد ماین دی، ترهګرو په آهنګران کلي کې د دې سیمې د ملکي خلکو د نښه کولو په هدف ځای پر ځای کړی و.