د خوست ولایت د شخړو د مخنیوي کمیسیون، د ګربزو ولسوالۍ مسؤلینو او یو شمېر‌ قومي‌ مخورو په هلو ځلو د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ اړوند اژدنو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ دولس کلنه خپلمنځي دوښمني چې یو تن پکې وژل شوی و او دوه تنه ټپیان شوي و، پای ته ورسېده.

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۱ - ۱۱:۵
dfsfda

د خوست ولایت د شخړو د مخنیوي کمیسیون، د ګربزو ولسوالۍ مسؤلینو او یو شمېر‌ قومي‌ مخورو په هلو ځلو د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ اړوند اژدنو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ دولس کلنه خپلمنځي دوښمني چې یو تن پکې وژل شوی و او دوه تنه ټپیان شوي و، پای ته ورسېده.

د خوست ولایت د شخړو د مخنیوي کمیسیون په هڅو په یاد ولایت کې دغه ۵۴ مه دوښمني ده چې هواریږي او دواړه غاړې یو بل بښي.