کندهار کې د ځانمرګو بریدونو یو طراح له درېیو نورو شکمنو کسانو سره ونیول شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱ - ۱۳:۱۰
8

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په ناګهاني کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ هدفمند عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د ترهګرو طالبانو د ځانمرګو بریدونو یو حرفوي طراح له درېیو نورو شکمنو کسانو سره نیولي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې یو صوب ځانمرګی واسکټ او یو کړۍ لاسي بم هم د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.