پولیسو؛ ۱۰ ولایتونو کې د نشه یي توکو کارخونه ترلاسه او ۱۹ تنه نیولي

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په ۱۰ ولایتونو کې د څو عملیاتو پرمهال د نشه یي توکو یوه کارخونه موندلې او ۱۹ تنه یې د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، کابل کې یو تن له ۳۹ کیلو نشه یي توکو( شيشه) او نشه یي ګولیو په تړاو، غور کې درې تنه له ۱۶ کیلو اېف، لغمان کې څلور تنه له ۱۵ کیلو اپينو او یو اندازه هیرویینو سره او د نشه یي توکو خرڅلاو او قاچاق په تړاو ۴ تنه په فراه، دوه تنه په کندز، دوه په کاپیسا او درې تنه په بلخ، بدخشان او ارزګان ولایتونو کې نیول شوي دي.
همداراز، پولیسو فراه کې د نشه یي توکو یوه کارخونه په بشپړ ډول سوځولې دغه راز یې د یاد ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې یو جریب بنګ اړولي او هرات کې یې ۳۷۰۰ کیلو ومان موندلي او سوځولي دي.