د کابل د نننۍ ترهګریزې پېښې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

rahimzai_moi
h

نن له غرمې وروسته د یوې بجې په شاوخوا کې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د احمد شاه مسعود څلور لارې ته څېرمه ځان ته چاودنه ورکړه.
د دې ترهګریزې پېښې په ترڅ کې د شپږو نظامیانو په ګډون ۲۲ ملکیان شهیدان شوي او ۳۸ نور ټپيان دي.
د شهیدانو او ټپيانو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د افغانستان زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د جګړې په ډګرونو کې ترهګرو طالبانو ته درنه ماته ورکړې او د همدې ماتو له امله دوی اوس پر ملکي تأسیساتو او ملکي مرګ ژوبلو لاس پورې کوي.
ستاسې مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد اصلي ساتونکي دي او له ترهګرو به د دې ترهګریزو پېښو غچ اخلي.

مطبوعاتي اعلامیې

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۸ - ۱۳:۴۰
Background image

د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې له ۱۸ کلنو د کم عمره پولیسو د ګومارنې په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه

د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو په لیکو کې له ۱۸ کلنو د کم عمره پولیسو د ګومارنې په اړه تازه

پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۵ - ۸:۲۶
Background image

د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډه اعلامیه

"واشنګټن پوست" ورځپاڼې په تازه‌ګۍ د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د کورونا ویروس د خپرېدو او پر افغان ځ

Back to announcements