د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو ۱۲ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو ونیول 

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۱:۱۸
6

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د کابل، کندوز، نیمروز، هرات، پروان، کاپیسا او پکتیا ولایتونو په اړوند سیمو کې د څو جلا عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
د یادو کسانو له منځه؛ د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران، د کندوز ښار په انګور باغ کمربند کې یو قاچاقبر، د زرنج ښار په ختیځ کې دوه قاچاقبران، د هرات ښار په اتمې او یوولسمې ناحیو کې دوه تنه د نشه يي توکو د پلور، په پروان ولایت کې د نشه يي توکو یو پلورونکی، د کابل ښار په اولسمه حوزه کې د نشه يي توکو دوه پلورونکي او همدارنګه په کاپیسا او پکتیا ولایتونو کې هم د نشه يي توکو دوه پلورونکي نیول شوي دي.