د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډو لوړ پوړو چارواکو هلمند ولایت ته سفر وکړ

jamil-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۱۴:۴۱
9

د کورنیو چارو ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع او د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز سترجنرال محمد یاسین ضیا تېره ورځ هلمند ولایت ته سفر کړی دی.
یاد هیات په هلمند ولایت کې د ترهګرو طالبانو پر وړاندې د شته امنیتي او دفاعي ځواکونو د تابیاو کچه او همدارنګه د دې ځواکونو لوژېستیکي، تخنیکي او محاربوي اړتیاوې وارزولې او اړونده چارواکو ته یې شته ستونزو او ننګونو ته د رسېدنې په پار لازمې لارښوونې وکړې.
نوموړي هیات د هلمند ولایت له والي او نظامي چارواکو سره هم وکتل او د ترهګرو طالبانو د ځپلو په برخه کې يې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په همغږۍ د ټینګار سربېره؛ زیاته کړه چې ترهګرو طالبانو د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د مقابلې توان له لاسه ورکړی او په هلمند ولایت کې يې درنه مرګ ژوبله د ماتې ښکاره بېلګه ده.
د کورنیو چارو ستر امنیتي معین د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ له منسوبینو سره هم وکتل او ویې ویل، چې د خلکو له مال او ځان د ساتنې په برخه کې دې د ترهګرو طالبانو پر وړاندې خپل عملیات لا ګړندي کړي. ښاغلي قانع د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ ځینې منسوبین چې د ترهګرو طالبانو پر وړاندې مخامخ جګړه کې يې له ځانه وړتیا او زړورتیا ښودلې وه، په مادي او معنوي ډالیو هم ونازول.