د شهید اونۍ د درناوي مراسمو د نمانځنې کمېسیون اعلامیه

jamil-moi
5

د شهید اونۍ د درناوي مراسمو د نمانځنې کمېسیون، د شهید اونۍ د رارسېدو په تېره بیا د هېواد د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود د شهادت نولسم تلین او د سولې د شهید پروفیسور برهان‌الدین رباني د شهادت نهم تلین د افغانستان ټول مسلمه ملت ته تسلیت وايي.
څرنګه چې په تېرو کې تجربه شوې، چې ځینې کسان د شهید له اونۍ د نمانځنې په پلمه پر سړکونو بې‌ځایه تګ‌راتګ او د هوايي ډزو په وسیله د عامه امن او نظم د خنډ لامل کېږي، چې دا موضوع د عامه اذهانو د مغشوشولو او ان ځینې وخت د خلکو د شهادت یا ژوبلې لامل شوې ده.
د شهید اونۍ د درناوي مراسمو د نمانځلو کمېسیون د هېواد د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود له بنسټ سره په همغږۍ له یادو مراسمو د غوره نمانځنې او د شهیدانو ارواوو ته د درناوي په پار پر لاندې یادو شویو ټکو پرېکړه کړې ده:
۱- هېڅ‌څوک د دې حق نه‌لري څو د خلکو رواني امنیت اخلال کړي او عامه امن او نظم له منځه یوسي؛
۲- له ملي امنیتي ځواکونو پرته نور هېڅ‌څوک حق نه‌لري چې له نظامي یونیفورم او وسلو سره وګرځي او همدارنګه نشي کولای په هوايي ډزو لاس پورې کړي؛
۳- هېڅ‌څوک د تورو ښيښو، بې‌اسنادو، بې‌پلېټه او غیرقانوني موټرو د ګرځونې حق نه‌لري، د سرغړونې په صورت کې یې وسایط ضبط کېږي او په بېلابېل ډوله رنګونو دې د موټرو له رنګولو ډډه وکړي؛
۴- هېڅ‌څوک حق نه‌لري څو د کاروانونو په بڼه د سړکونو نظم له منځه یوسي او پر سړکونو د ترافیک جریان له بندښ سره مخ کړي؛
۵- په کاروانونو کې د دولتي وسایطو له استفادې څخه په کلکه ډډه وکړئ او د لیدلو په صورت کې به له جدي قانوني چلند سره مخ شئ؛
۶- ملي امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې څو هغه هټۍ چې د وسایطو د رنګ په بدلولو او تزیین لاس پورې کوي، ویې تړي او له څښتنو سره یې قانوني چلند ترسره کړي؛
ملي امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې، څو کوم کسان چې له پورته یاد شویو ټکو څخه سرغړونه کوي او د عامه امن او نظم د اخلال لامل کېږي، پر وړاندې یې د قانون له مخې جدي چلند ترسره کړي.

مطبوعاتي اعلامیې

یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۹:۱۴
Background image

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي قوماندانۍ خبرتیا

ټولو هغو منسوبینو ته چې د ماسټري برنامې د درېیمې دورې د کانکور ازموینې لپاره یې نوملیکنه کړې وه، رسول کېږي چې د ماسټري ب

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۲ - ۱۰:۲۵
Background image

د شهید سترپاسوال عبدالرازق د ملي پولیسو اکاډمي د ماسترۍ پروګرام خبرتیا

د کورنیو چارو وزارت ټولو افسرانو ته خبر ورکول کېږي چې د ماسټري پروګرام نوم لیکنه د ۱۳۹۹یم کال د تلې له ۲۲مې - د ۱۳۹۹یم ک

شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

له پولیسو د ملاتړ او پاملرنې ریاست د پولیسو د اتلو ځواکونو د شهیدانو او معلولینو د ورثو کاري چارو ته د غوره رسېدنې، د اس

Back to announcements