د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د مشر دواخان مینه پال د شهادت په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه
په ژورې خواشینۍ سره ترهګرو نن د کابل ښار په اوومه حوزه کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال شهید کړ.
شهید دواخان مینه پال پر هېواد میین او مبارز ځوان و، چې د جمعې د لمانځه پر مهال عثمان غني جومات ته څېرمه د ترهګرو لخوا په ډزو شهید کړل شوی دی.
کورنیو چارو وزارت د دواخان مینه پال شهادت په کلکو ټکو غندي او خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د ترهګرو په ځپلو کې به لا جدي اقدامات ترسره کړي.