امنيتي ځواکونو د هېواد په لسو ولايتونو کې ٢٦ تنه د غلا، قاچاق، د ناقانونه وسلو د لېږد او نورو جنايي جرمونو په تور نيولي دي.

moi-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۹:۴۶
sfsfsfs

د دې په منځ کې؛ په تخار کې دوه تنه د مهماتو، يو غل او دوه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو، په لغمان کې پنځه تنه غله، پنځه تنه له غزني څخه د ناقانونه وسلو د لېږد په تړاو، څلور تنه په سرپل کې د جنايي جرمونو په تور او دوه تنه د غلا په تور نيول شوي دي. په نيمروز کې دوه غله په بلخ کې، يو تن د انسان د قاچاق په تور له کندهار او دوه نور غله له غور او پکتيا ولايتونو څخه نيول شوي دي.
په همدې حال کې دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ له تروريزم سره دمبارزې پوليسو ددغه ولايت دګرشک له ولسوالي څخه يوه اندازه وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي .