د پاسپورټ د عمومي ریاست خبرتیا

moi-af
GF

 د پاسپورټ عمومي ریاست د ښو خدماتو د وړاندې کولو او د مراجعینو د کاري پړاوونو د چټکتیا په پار، غواړي د دغې ادارې په تخنیکي او تجهیزاتي سیسټمونو کې ځینې مثبت بدلونونه راولي.
 
دا چې هره ورځ د پاسپورټ په مرکزي اداره کې محترمو غوښتنوالو ته له څلورو تر پنځو زرو پاسپورټونه وېشل کېږي، د وخت په اوښتو سره د چاپ او ځینې نورو تخنیکي وسایل خپله کارايي یا کارندوالی له لاسه ورکوي او اوس د دغو وسایلو ترمیم یا بدلولو ته اړتیا لیدل کېږي. 
 
د دغې پروسې بشپړولو وخت غواړي او اړتیا ده، چې د پاسپورټونو د وېش خدمات د یادې شوې پروسې تر بشپړېدو پورې وځنډول شي.
 
د پاسپورټ ټولو محترمو متقاضیانو ته خبر ورکول کېږي، چې د تخنیکي ډلو د کار تر بشپړېدو او د یادو شویو وسایلو تر ترمیم پورې، د پاسپورټ د وېش بهیر د تلې میاشتې له ۱۶ وروسته ځنډېږي.
 
له محترو مراجعینو څخه هیله کوو، چې تر دویمې خبرتیا پورې چې د کورنیو چارو وزارت او پاسپورټ عمومي ریاست له وېبپاڼو به خپره شي، د پاسپورټ عمومي ریاست ته دې مراجعه نه کوي.

Latest announcements

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Sun, Jan 27 2019 2:31 PM
Background image

To All Afghan National Police Forces

Based on article 153 of Afghanistan Constitution and article 415 of Criminal Code, Armed forces and Police are not allow

Back to announcements