د کورنیو چارو وزارت د عمومي قوماندانۍ د پولیسو اکاډمۍ خبرتیا

moi-af
dsf

د پولیسو اکاډمي د ۱۴۰۱ تحصیلي کال لپاره د کابل او ولایتونو هغه ځوانان چې د دولسم ټولګي څخه فارغ وي په لاندې شرایطو مني.
۱- د افغانستان وګړی وي
۲- عمر یې له ۱۸ کلونو کم او له ۲۲ څخه زیات نۀ وي
۳- د دریو ( ۱۰، ۱۱ او ۱۲) نمرو اوسط یې له ۸۰ سلنه څخه کم نۀ وي
۴- د شمولیت غوښتونکي قد له ۱۷۰ سانتي متر څخه کم نۀ وي
۵- جرمي سابقه ونلري او له یوه کال څخه په ډیر تنفیذي بند نۀ وي محکوم شوی
۶- د پوره سلامتیا خاوند وي ( کوڼ، ړوند، ګونګۍ او شل نۀ وي) او په فزیکي ازموینه کې، لازم معیارونه تکمیل کړي.
۷- په نشه یي توکو، الکولي څښاک او نورو مسکراتو روږدی نۀ وي
۸- په سیاسي ګوندونو او احزابو کې، ونډه ونلري
۹- د اسلامي شریعت احکامو، قوانینو، اصولو، تعلیماتنامو او نافذه لوایحو ته ژمن وي
۱۰- د افغانستان د ملي پولیسو په صفوفو کې، د اوږد مهاله خدمت هود ولري
۱۱- واده یې نۀ وي کړی او د کورنی اعاشه یې په غاړه نۀ وي
۱۲- د کانکور آزموینه یې په موفقیت سره پای ته رسولې وي

په شرایطو وړ کسان کولی شي چې د وري له ۱۵ نه تر ۳۰ نیټې، د ازموینې د ګډون د فورمې ترلاسه کولو په موخه د تابعیت تذکرې، ۶ قطعې عکسونو او د دولسم ټولګي د فراغت اسنادو سره دې د پولیسو اکاډمئ ته مراجعه وکړي.
پته: د پولي تخنیک او ښوونې او روزنې پوهنتونو تر منیځ د افشار سړک 

 

Latest announcements

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Sun, Jan 27 2019 2:31 PM
Background image

To All Afghan National Police Forces

Based on article 153 of Afghanistan Constitution and article 415 of Criminal Code, Armed forces and Police are not allow

Back to announcements