د پولیسو د ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز د بیا فعالیدو په اړه د کورنیو چارو وزارت اطلاعیه
د پولیسو د ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز له لنډ ځنډ وروسته یوځل بیا د خلکو په خدمت کې..
د کورنیو چارو وزارت له درنو هیوادوالو غواړي چې د هر رنګه شکمنو کړنو او امنیتي ستونزو د لیدو پرمهال او د مجرمینو د تعقیب په پار له ۱۱۹ اطلاعاتي مرکز سره بشپړه همکاري وکړي.
د پولیسو ۱۱۹ اطلاعاتی مرکز ۲۴ ساعته فعالیت کوي او موخه یې د هېوادوالو ډاډمن امنیت خوندي کؤل، د شکمنو کړنو مخنېوی، ستونزو ته پر ؤخت رسیدنه او په ځانګړې توګه د مجرمینو تعقیب او توقیف دی.