‎د کورنيو چارو وزارت مشرتابه په يوه ځانګړې غونډه کې د روږدو د ۵۰۰۰ بستريز ملاتړي( حمايوي) او روزنيز مرکز پرانيسته وکړه

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۲:۵۲
asdafa

‎په دې پرانيسته کې د اسلامي امارت  رياست الوزرا مرستيال " مولوي عبدالسلام حنفي" د هندوستان، ترکيې، روسيې او څو نورو هېوادونو استازو او ديپلوماتانو ګډون کړی و.
‎په دې سربېره، په ياده پرانيسته کې د بهرنيو چارو ، عامه روغتيا، لوړو زده کړو، پوهنې، ښاروالۍ ، اطلاعات او کلتور او د چارو د ادارې لوی رياست وزيرانو او مرستيالانو ګډون کړی و.

‎د کورنيو چارو وزير " خليفه سراج الدين حقاني" د نشه يي توکو د قاچاقوړونکو د ځپلو ترڅنګ په تېر يونيم کال کې د نشه يي توکو د کښت کچه صفر ته ټيټول د اسلامي امارت  بې سارې لاسته راوړنې وبللې.
‎همدارنګه د کورنيو چارو وزير د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې معينيت له منسوبينو د امير المومنين حفظه الله د فرمان په عملي کولو او کړو زيارونو له امله مننه وکړه او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

‎له بل لوري، د اسلامي امارت د رياست الوزرا مرستيال" مولوي عبدالسلام حنفي" پخواني حکومت له نشه يي توکو سره د مبارزې او د روږدو کسانو د درملنې او راټولولو په برخه کې ناکام ياد کړل.

‎په ورته وخت کې، د کورنيو چارو وزارت اداري مرستيال " مولوي نور جلال جلالي" هم وينا وکړه،. هغه وويل چې  د نړيوالو د بې رحمه بنديزونو سره سره اسلامي امارت وکړای شول، چې په ټول هېواد کې د نشه يي توکو  دکښت کچه صفر ته نږدي کړي.

‎دغه راز، د بهرنيو چارو وزير " مولوي امير خان متقي" هم نړيوالو ته د يو پيغام له لارې وويل، چې نړيوال دې په هېواد کې د سرتاسري امنيت له ټينګښت ګټه واخلي او د افغانستان له خلکو سره دې ريښتينې همکاري وکړي.

‎په نشه يي توکو د روږو د درملنې ددې ستر مرکز پرانيسته په ښکاره د سيمې او نړۍ هېوادونو پام ځانته را اړولی او دې ته اړ شوي ، چې په دې مهمه غونډه کې ګډون وکړي.
‎د روسيې هيواد ديپلومات د اسلامي امارت تېر يونيم کلن حاکميت له لاسته راوړنو ډک بولي او په ځانګړې توګه د نشه يي توکو د کښت، خرڅلاو او د روږدو د درملنې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستايي نوموړی د نړيوالو په همکاريو ټينګار هم کوي.

‎د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې معينيت مرستيال " مولوي عبدالحق همکار" په تېر يوکال کې د ياد رياست لاسته راوړنې له خبريالانو سره شريکې کړې او وې ويل، چې په راتلونکي کال کې به د هېواد په هېڅ زراعتي ځمکه کوکنار کښت نشي.

‎د اغوش حمايوي او روزنيز مرکز د روږدو کسانو لپاره ۵۰۰۰ بستره لري، چې دهېواد په کچه ستر روزنيز مرکز دی، نن چهارشنبه دسلواغې/ دلوې په ۱۲ د يادو وزارتونو وزيرانو او ګڼ شمېر مسوولينو په شتون کې ګټې اخيستنې  ته وسپارل شو.