د کورنیو چارو سرپرست وزیر د خوست له مرکزي دار الایتام څخه د فارغو شوو فاضلانو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ

moi-af
Sat, Feb 24 2024 10:31 AM

د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم خلیفه سراج الداین حقاني خوست ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له مرکزي دار الایتام څخه د فارغو شوو فاضلانو په فراغت غونډه کې ګډون و کړ.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا حج او اوقافو رئیس شیخ عیدوالي حلیمي، د یتیمانو پلرونو د قربانيو یوازینی دلیل له اسلامي ارزښتونو دفاع او د هېواد د آزادۍ ترلاسه کول یاد کړل.

دیني عالمانو د یتیمانو روزنې او علمي دورې په بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او د یتیمو ماشومانو او تنکیو ځوانانو سالمه روزنه یې د ټولو افغانانو ګډ مسؤلیت و باله.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست محترم خلیفه سراج الدین حقاني دې ناستې ته په وینا کې د یتیمانو د تعلیم او تربیې دورې بشپړېدل د خپلو هیلو تعبیر یاد کړ او ډاډ یې ورکړ چې د مجاهدینو او تېرې ادارې سرتېرو د یتیمانو پالنه او روزنه بې له کوم توپیر په یو ډول ترسره کیږي.


د خلیفه صاحب په وینا: د افغانستان هره برخه د شهیدانو پر وینو رنګ ده. ښاغلي حقاني د هر شهید هیله د خدای تعالی رضا او هېواد کې د اسلامي او شرعي نظام ټینګښت یاد کړ.


خلیفه صاحب زیاته کړه: افغانان باید له رامنځته شوي فرصت څخه په ګډه ګته پورته کړي. محترم حقاني زياته کړه چې هېواد کې د تېرو څو لسیزو سره په توپیر په بې سارې توګه امنیت خوندی دی چې د ملګرو ملتونو په څېر هېواد کې مېشت بهرني سازمانونه یې شاهدان دي.

خلیفه صاحب وویل: نړیوالو د بشردوستانه شعارونو تر نامه لاندې کلونه د افغانانو پر بېګناه وژلو سره ټول بشري قوانین نقض کړل. دغه راز هېواد څخه له تللو افغانانو یې و غوښتل چې د نورو د لمسون پر ځای دې د واقعیتونو درک ته لومړیتوب ورکړي.

خلیفه صاحب د حکومت دوام په موخه د ملت ملاتړ لازم و باله، په وینا یې د هېواد رغولو لړۍ پیل شوې او له دې وروسته به هره هڅه د همدردۍ او هوساینې په موخه ترسره کیږي.

محترم حقاني د اسلامي امارت له مسؤلینو و غوښتل چې د قدرت او مادیاتو تر اغېز لاندې رانشي او خپلو مسؤلیتونو ته په ښه توګه رسېدنه و کړي.

د یادونې وړ ده چې د خوست له مرکزي دارالایتام څخه په دې دوره کې ۱۸ تنو فاضلانو د فراغت ویاړ ترلاسه او د فضلیت دستار په سر کړ.