۴۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول شول

moi-af
Thu, Jun 01 2023 9:14 AM
vfcd


دغه کسان په هلمند، تخار، هرات، کاپیسا، ننګرهار، پروان، کنړ، فاریاب، کندهار او ارزګان ولایتونو کې د غلا، قتل، له کوره د تېښتې، د ناقانونه وسلو لرلو، خلکو ځورولو او اخلاقي فساد په تړاو نیول شوي دي.
له ډلې یې، څلور ماهر او مسلکي غله د کاپيسا ولايت  شاوخوا سیمو کې دپيسو او مالونو د غلا په تړاو او دوه تنه په همدې ولایت کې  د ناقانونه وسلو لرلو په تړاو نیول شوي دي. دې ته ورته، شپږ تنه په کونړ ولايت کې د غلا ، قتل او نورو جرمونو په تړاو نیول شوی دي. 
په ورته وخت کې، ۱۲ تنه د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار په لومړۍ ناحيه کې د اخلاقي فساد په تړاو، څلورغله په هرات او دوه تنه د اخلاقي فساد او درې تنه د خلکو د ځورونو په تړاو په تخار کې نیول شوي دي.
له بلې خوا جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو درې تنه په فارياب کې له يوه سوداګر څخه د ١٨٢ زره افغانيو د غلا په تړاو، يو مشهور غل په کندهار او يو بل تن له يو میل وسلې سره د اخلاقي فساد په تړاو په ارزګان  ولایت کې نیول شوی دی.
دغه راز، د ننګرهار ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې دوه تنه له کوره د تيښتې په تور او يو بل تن په پروان ولايت کې له يوې مخابراتي شبکې څخه د اووه بيرلو تېلو د غلا په تړاو نیول شوی دی.