د کورنیو چارو سرپرست وزیر له جهادي مشر استاد سیاف سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت سرپرست جنرال عبدالستار میرزکوال د هېواد له جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف سره وکتل.
په دې کتنه کې؛ جنرال عبدالستار میرزکوال د هېواد له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ له امله د استاد سیاف د دریځ درناوی وکړ او ویې ویل، چې د افغان ځواکونو پر مورال د استاد دریځ ډېر ګټور او اغېزمن دی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر له جهادي مشر استاد سیاف سره پر روان امنیتي وضعیت هم خبرې وکړې او د هر ډول شرایطو لپاره یې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د بشپړو تابیاوو ډاډ ورکړ.