د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د کورنیو چارو وزارت د مبارکۍ پیغام

moi-af
پیام

د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د کورنیو چارو وزارت د مبارکۍ پیغام
دوشنبه ۱۸ کب ۱۳۹۹
کورنیو چارو وزارت د مارچ د اتمې (د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې) په مناسبت د مبارکۍ مراتب د افغانستان ملالو ښځو ته په ځانګړې توګه ښځینه پولیسو ته وړاندې کوي او د څښتن تعالی له درباره یې د سوکالۍ، روغتیا او بریا غوښتنه کوي.
ښځه د ټولنې بشپړوونکې ده او له میندو پرته هېڅ ډول ټولنیز پرمختګ او پراختیا شونی نه دی. 
کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو له حضور څخه په کلک ډول ملاتړ کوي او ډاډ ورکوي، چې د حقوقو او امتیازونو د ورکړې په برخه کې به یې هېڅ راز هڅې ونه سپموي. 
د کورنیو چارو وزارت مشرتابه له ټولو هغه میندو څخه چې خپل بچیان یې د ملي پولیسو لیکو ته استولي، مننه او درناوی کوي. 
میندې د ټولنې د پرمختګ او ښېرازۍ د نسل روزونکې دي او همدا میندې دي چې ټولنیز انډول ته د سمون سربېره ټولنې د خیر او فلاح لوري ته سوق کوي.
په پای کې دې د مارچ اتمه د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ یو ځل بیا نېکمرغه وي

Latest announcements

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Sun, Jan 27 2019 2:31 PM
Background image

To All Afghan National Police Forces

Based on article 153 of Afghanistan Constitution and article 415 of Criminal Code, Armed forces and Police are not allow

Back to announcements