د کورنیو چارو وزارت خبرتیا

jamil-moi
9

کومې ښځې چې په کورنیو چارو وزارت کې دندې ته لېواله وي، رسول کېږي چې کورنیو چارو وزارت په پام کې لري، څو یو شمېر ښځې د افسرۍ د یوې لنډمهالې دورې لپاره د پولیسو د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په پار ترکیې هېواد ته واستوي.
داوطلبان باید لاندې شرایط ولري:
۱- د افغانستان تابعیت ولري؛
۲- عمر یې د ۱۸ - ۳۰ کلونو تر منځ وي؛
۳- جسمي پیاوړتیا او روحي روغتیا ولري؛
۴- د ۱۲، ۱۴ او یا هم ۱۶ ټولګي څخه فارغ وي؛
۵- پر نشه يي توکو روږدي نه وي؛
۶- د دندې ترسره کولو لپاره د داوطلب ژمنه او د کورنۍ خوښه یې اخیستل کېږي.
د لا زیاتو معلوماتو په پار له دې (0202210186) شمېرې سره اړیکه ونیسئ او یا هم په مرکز او ولایتونو کې د ملي پولیسو د جلب او جذب مرکزونو ته مراجعه وکړئ.
یادونه: غوره شویو نوماندانو ته د ښوونې په لړ کې ځانګړې اسانتیاوې او امکانات په نظر کې نیول شوي دي.

Latest announcements

Thu, Nov 07 2024 10:09 AM
Background image

Announcement from Afghanistan Islamic Emirate Ministry of Interior Affairs regarding the recently report (UNODC) 

The United Nations Office on Drugs and Crime ( UNODC) according to a survey, opium cultivation in Afghanistan has increased by 19 percent in 2024 c

Sun, Feb 27 2022 3:46 PM
Background image

Ministry of Interior's Notice

Owners of all private and public companies, hotels, national businessmen and other people who use telecommunication system without legal permit/Lic

Back to announcements