غزني کې ۳۴۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه شول

rahimzai_moi
Thu, Mar 26 2020 10:50 AM
k

ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې له چاودېدونکو توکو یو ډک مازدا ډوله موټر کشف او ضبط کړی دی.
پدې موټر کې ۳۴۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي د امونیم نایترېټ له ډوله، د سړک غاړې ۳۹ عدده ریموټ کنټرولونه، ۱۵۰ متره او څلور بستې ثانیه سوز فلیتې چې د سړک غاړې ماینونو په جوړونه کې ترې استفاده کېږي؛ ځای پر ځای شوي وو.
ترهګرو غوښتل له یادو چاودېدونکو توکو څخه په غزني او ګاونډیو ولایتونو کې د ترهګریزو پېښو په طرح او سازماندهي کې استفاده وکړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې د ګډو ځواکونو لخوا کشف او ترلاسه شول.
د دې موټر په کشف او ضبط سره له لویو ملکي مرګ ژوبلو مخنیوی شوی دی.