د ملي پولیسو ځانګړي ځواکونه وستایل شول

jamil-moi
Sun, Mar 08 2020 10:20 AM
5

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو قطعې ته ولاړ او د شهید مزاري په مصلی کې یې د جمعي ورځې د ترهګریز برید په کابو کولو او د خلکو په ژغورلو کې د دې ځواکونو سرښندنې وستایلې.

سترپاسوال عبدالصور قانع وویل چې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو چټک اقدام د دې لامل شو چې له لویې ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.

ښاغلی قانع د عملیاتو په لړ کې د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د څلورو ټپیان شویو ځواکونو عیادت ته ورغئ او دوی یې د هېواد رښتیني بچیان خطاب کړل.

ترهګرو د جمعې په ورځ د شهید عبدالعلي مزاري د تلین په مراسمو کې پرګډونوالو ډزې وکړې، چې پولیسو هم پر وخت د پېښې ځای ته ځان ورسوه او د خلکو په لېږد او د ترورېستانو په له منځه وړو کې یې فعال رول ولوبوه.