ولسي پولیسو په بامیان کې د "خلکو او پولیسو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ" تر نامه لاندې غونډه وکړه

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت ولسي پولیسو په بامیان کې د "خلکو او پولیسو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ" تر نامه لاندې غونډه کړې ده.
په یاده غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو د چارواکو په ګډون د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ مشرتابه، علماوو، متنفذینو، د مدني ټولنې او مشورتي شوراګانو غړو هم ګډون کړی و.
د یادې غونډې موخه د پولیسو او خلکو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د لارو چارو په ګوته کول وو.
د دې غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې له پولیسو سره د خلکو همکاري د جرمونو هرم په ټیټولو کې موثر واقع کېدی شي او دا ژمنه یې وکړه، چې له ارتباطي لارو په استفادې به له پولیسو سره د خلکو د همکارۍ پر تشویق کار وکړي.
پدې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو ریاست؛ مدني فعالان، متنفذین او د مشورتي شوراګانو غړي له پولیسو سره د همکارۍ په برخه کې دبې درېیغه او بې وقفې همکاریو له امله وستایل.