عبدالحمید خراساني د یوې جرمي شبکې مشر ونیول شو.

نن له غرمې مخکې د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو "عبدالحمید" چې په "خراساني" مشهور و او په کابل کې یې د یوې جرمي شبکې مشري کوله، نیولی دی.
د ځانګړو پوليسو ۲۲۲ قطعې د يوې جرمي شبکې مشر عبدالحميد خراساني هغه مهال ونيوه، چې غوښتل يې په نني لاريون کې اخ و ډب رامنځته او عامه امن او نظم ګډوډ کړي.
خراساني د کورنیو چارو وزارت د لوړو جرمي شبکو د مجرمینو په نوملړ کې شامل کې و، چې له دې مخکې څو ځلې له پولیسو سره نښتی و او د قانون له منګلو په تېښته بریالی شوی و.
خراساني له سوداګرو، تېل پلورونکو او هټیوالو باج اخیسته او د انسان تښتونې، وژنې، شکونې، لار نیونې او زورواکۍ په بېلابېلو قضیو کې یې لاس درلود.
عبدالحمید خراساني غیرمسووله وسله وال کسان درلودل، چې د سنبلې (وږي) میاشتې د عزادارۍ کاروان په پلمه یې د نشه يي توکو په لېږد کې هم لاس درلود.
تر دې مخکې د جرمي شبکې مشر عبدالحمید خراساني د عامه امن او نظم په ګډوډېدو، د کابل ښاریانو په منځ کې د وېرې خورولو او د افغانستان د بیرغ په سوځولو کې یې لاس درلود.