هلمند کې د یوې لویې ترهګریزې پېښې مخنیوی وشو.

hakimi-moi
Wed, Jun 19 2019 3:06 PM
1

د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ پولیسو د یوې لویې ترهګریزې پېښې مخه نیولې ده.

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو ترهګر له یو چسپکي ماین، یو فرشي ماین، دوه ګرنېټو، یو میل تفنګچې، د کلاشینکوف له شاجورونو او یو شمېر مهماتو سره نیول شوی دی.

یاد کس غوښتل چې د ګرشک ولسوالۍ په اړوند ګڼه ګونو سیمو کې چاودېدونکو توکو او ماینونو ته چاودنه ورکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خو ونیول شو.