په شپږو ولایتون کې؛ پولیسو ۲۱ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
Sun, May 18 2025 1:57 PM
sdfgs

د کورنیو چارو وزارت جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په نیمروز، کندوز، سرپل، فاریاب، جوزجان او پنجشیر ولایتونو کې ۲۱ تنه د غلاوو، انسان تښتونې، وژنې او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیولي او له لومړنیو څېړنو وروسته یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلي دي.

له منځه یې، ۹ تنه د غلا په تړاو په کندوز، اته تنه د مختلفو جنایي جرمونو په تړاو په نیمروز، یو تن د انسان تښتونې په تړاو په پنجشیر او درې تنه د وژنې په تړاو په سرپل، فاریاب او جوزجان ولایت کې نیول شوي دي.