۹ ولایتونو کې؛ پولیسو ۴۷ تنه د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ونیول
نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو له وروستیو دوه ورځو راهیسې په کابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، هرات، خوست، سرپل، پنجشیر او پروان کې د نشه یي توکو د پلور او لېږد په تړاو ۴۷ شکمن کسان نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له نیول شوو کسانو ۶ کیلو ګرامه چرس، درې کېلو ګرامه شیشه او ۳ زره او ۹۳۰ نشه یي ګولۍ ترلاسه شوي دي.