امنیتي ځواکونو؛ په پنځو ولایتونو کې ۱۸ شکمن کسان د جنایي جرمونو په تړاو ونیول

moi-af
Tue, Dec 24 2024 2:41 PM
adsfa

جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د هیواد په پنځو ولایتونو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۱۸ تنه د غلا، قاچاق او ناقانونه وسلو ګرځولو په تړاو نیولي دي چې دوسیې به یې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
له ډلې یې، پنځه غله له یو میل وسلې او څلورو غلا کړیو موټر سایکلونو سره په هرات، شپږ تنه د غلا او یو تن د قاچاق په تړاو په نیمروز، دوه تنه د غلا په تړاو په ننګرهار، دوه تنه په بلخ او یو تن د کندهار ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.