۵ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۰ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي

moi-af
Thu, Oct 24 2024 11:58 AM
sadfasdf

نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د څو پلټونکو عملیاتو پایله کې دوه تنه د کابل د څرخي پله په ختیځه دروازه کې له ۵ زره او ۱۵۴ نشه یي ګولیو سره او یو تن د نیمروز په کنګ ولسوالۍ کې د ۹ کیلو ګرامو شیشې او یوه اندازه هیرویینو د قاچاق په تړاو نیولی دی.
همداراز، پولیسو په خوست، پروان، دایکندي او پروان ولایتونو کې ۷ تنه د نشه یي توکو د پلور، لېږد او کارولو په تړاو نیولي او ۲ کیلو ګرامه تریاک، یوه اندازه نشه يي ګولۍ او الکولي څښاک یې ترې لاسته راوړي دي.