۴ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۹ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي

moi-af
Tue, Sep 17 2024 2:43 PM
sdasdasa

د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په جوزجان، غزني، هرات او پکتیکا کې ۱۹ تنه د جنایي جرمونو په تړاو نیولي دي.
له ډلې یې، ۱۲ تنه د قمار په تړاو د جوزجان په اقچه ولسوالۍ کې، یو غل او دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو په غزني، درې تنه د ۵۵۰ زره افغانیو او د یو موټر د غلا په تړاو په هرات او یو غل د پکتیکا ولایت په مربوطاتو کې نیول شوی دی.