فاریاب کې د ترهګرو طالبانو مخکښ غړی قاري ګل ووژل شو

فاریاب ولایت کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ترهګرو طالبانو تر منځ نښته کې د طالبانو مخکښ غړی قاري ګل مشهور په زبیر وژل شوی دی.
نن سهار ترهګرو غوښتل چې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ په سبز او همدارنګه د لومړۍ ناحیې په بابه قشقار سیمو بریدونه وکړي او د دې سیمو امنیت مختل کړي چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شوي دي.
په یادو نښتو کې د ترهګرو طالبانو مخکښ غړی قاري ګل مشهور په زبیر وژل شوی او درې نور یې هر یو سیف الله، قاري بابر او ملا صبغت الله ټپيان شوي دي.