۶ تنه د غلا په تړاو په لغمان ولایت کې ونیول شول
د یاد ولایت د مرکز مهترلام د پینځمې امنیتي حوزې په اړونده سیمو کې ۶ تنه غله د یادې حوزې شرطې د عملیاتو په ترڅ کې ونیول شول. د یادې ډلې غړو د مهترلام ښار په بېلابېلو سیمو کې، د خلکو قیمتي توکي، ټلفونونه، موټر او رېکشاګانې غلا کولې. د نیول شویو کسانو څخه، یو عراده پریس موټر، یوه عراده رېکشا، ۶۰۰ امریکایي ډالر او ۷۴۷۰۰ افغانۍ لاسته راغلي دي.