د کورنیو چارو وزارت د لومړي معاونیت ۴۰ کارکوونکو ته څلور ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد
د کورنیو چارو وزارت د لومړي معاونیت د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه څلور ورځنی ښوونیز او روزنیز سیمینار د یوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېد.
دا سیمینار د ملکي خدمتونو د انستېتیوت له خوا جوړ شوی و، چې د یاد معاونیت ۴۰ تنو کارکوونکو په کې برخه اخیستې وه.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د ملکي خدمتونو د انستېتیوت رئیس حافظ اسدالله هارون ګډونوالو ته په وینا کې وویل: «یو امتحان چې جهاد و، هغه تېر شو؛ اوس په بل امتحان کې واقع یو چې خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کول دي. دا کار یوازې د قوي مدیریت او منظم ټیم په درلودلو سره امکان لري.»
په دغه غونډه کې نورو مسؤلینو هم د موضوع اړوند خبرې وکړې او د نویو مهارتونو پر پلي کولو یې ټینګار وکړ. غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.