۶ ولایتونو کې؛ پولیسو ۱۵ تنه نیولي او وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي دي
امنیتي ځواکونو له وروستیو ۲۴ ساعتونو راهیسې په خوست، هرات، سمنګان، غزني، غور او سرپل کې ۱۵ تنه د غلا، قتل، ناقانونه وسلو ګرځولو او اخلاقي فساد په تړاو نیولي دي.
له منځه یې، خوست کې څلور تنه د وژنې او دوه نور د قتل د موخې لرلو په تړاو، درې غله په هرات، سمنګان کې دوه تنه د اخلاقي فساد په تړاو، غزني کې یو غل او یو تن د اخلاقي فساد په تړاو، یو غل په سرپل او یو تن په غور کې د ناقانونه وسلې ګرځولو په تړاو نیول شوی دی.
ورته مهال، د سمنګان ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو دوه میله وسله او یوه اندازه مهمات ددغه ولایت په مربوطاتو کې نیولي او ضبط کړي دي.